د دغه ولایت والي رحمت الله یارمل وایي، د ملي امنیت د رییس په ګډون تر سلو ډېر منسوبین تېره شپه د وظیفوي غفلت په تور نیول شوي او اوسمهال په زندان کې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه طالبانو پر دغه ولایت پراخه بریدونه وکړل.
که څه هم امنیتي چارواکي د طالبانو د بریدونو مخنیوي خبر ورکوي، خو طالبان بیا هلته د ګڼو پوستو د نیولو ادعا کوي.
د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالي یې توانېدلي چې تېره شپه لغمان ولایت ته څېرمه ۱۱ امنیتي پوستې ونیسي.


