ads

په فاریاب کې یوه ځانمرګې بریدګره ووژل شوه

کورنیو چارو وزارت د افغان سرتېرو په برید کې د یوې ځانمرګې بریدګرې د وژل کېدو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
3 غبرګولی 1400
په فاریاب کې یوه ځانمرګې بریدګره ووژل شوه

د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، یوې مېرمن پر ځان پورې چاودېدونکي توکي تړلي وو او غوښتل یې چې د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې پر امنیه قومندانۍ برید وکړي.
د ارین په وینا، دا ځانمرګي برید ته چمتو شوې مېرمن هدف ته تر رسېدو وړاندې په نښه شوې او وژل شوې ده.
دی زیاتوي چې له ځانمرګې بریدګرې سره درې طالبان هم وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
که څه هم امنیتي مسولین دا مېرمن پر طالبانو پورې اړونده بولي، خو دې ډلې تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ګڼو ځانمرګو بریدونو مخه نیول شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA