ads

په غزني کې ټرافیکي پېښې څلور تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د غزني سیمه‌ییز چارواکي د ټرافیکي پېښې له امله د څلور تنو د مرګ ژوبلې ادعا کوي.

محمدخان بریال
3 غبرګولی 1400
په غزني کې ټرافیکي پېښې څلور تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د دغه ولایت د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وایي، پرون د غزني ولایت د اب بند ولسوالۍ د تودې چینې په سیمه کې یو فلډر موټر له سړک څخه غورځېدلی دی.
هغه زیاتوي، په دې پېښه کې یوه ځوانه مېرمن وژل شوې او دوې ښځې او یو سړی پکې ټپیان شوي دي.
د جمعه زاده په وینا، دا کسان د غزني د مقر ولسوالۍ اوسېدونکي وو او په خبره یې، ټپیان اوسمهال روغتون ته وړل شوي او هلته تر درملنه لاندې دي.
دا په داسې حال کې ده چې ډېر کله د سړک خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي د ورته پېښو د رامنځته کېدو لامل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA