د دغه وزارت سرپرست وزیر یاسین ضیا چې تېره شپه یې په لغمان ولایت کې د جګړې رهبري پخپله کوله وایي، دغه ولایت ته د افغان ځانګړو ځواکونو په رسېدو سره طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او د هغوی بریدونه په شاه تمبول شوي دي.
دی زیاتوي، اوسمهال په مرکز مهترلام کې کوم امنیتي ګواښ نشته او په خبره یې، د افغان ځواکونو عملیات به د طالبانو له شتون څخه د دغه ولایت تر پاکېدو پورې دوام ولري.
د یادولو وړ ده چې تېره شپه طالبانو د لغمان ولایت پر مرکز مهترلام پراخه بریدونه وکړل.
د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوېټرپاڼه لیکلي چې پر ترسره شوو بریدونو کې د افغان سرتېرو ځینې پوستې او وسلې د طالبانو لاسته ورغلې دي.
په ورته وخت کې د لغمان سیمهییز چارواکي د وظیفوي غفلت له امله تر سلو د ډېرو کسانو د نیولو خبر ورکوي.
د دغه ولایت والي رحمت الله یارمل وایي، د ملي امنیت د رییس په ګډون تر سلو ډېر کسان تېره شپه د وظیفوي غفلت په تور نیول شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


