ads

د مالیې وزیر د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته حاضر نه شو

د افغانستان ولسي جرګې د دوشنبې په ورځ د مالیې سرپرست وزیر محمد خالد پایینده د هغو څرګندونو په تړاو ورغوښتی و چې په ګمرکونو کې پراخه فساد شتون لري.

محمدخان بریال
3 غبرګولی 1400
د مالیې وزیر د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته حاضر نه شو

د مالیې وزیر تر دې وړاندې ویلي وو، د هېواد په ګمرکونو کې هر ورځ اته میلیونه ډالر حیف میل کېږي.
د ولسي جرګې رییس میر الرحمن رحماني د نن ورځې په عمومي غونډې کې د دې جرګې دارلنشاء ته دنده وسپارله چې د مالیې له وزیر سره خبرې وکړي او په راتلونکو ورځو دې جرګې ته حاضر شي.
هغه د مالیې له وزیر وغوښتل چې په ګمرکونو کې د فساد کوونکو نومونه په ډاګه کړي.
تر دې وړاندې جمهور رییس محمد اشرف غني هم پخپلو خبرو کې ویلي چې د افغانستان د ګمرکونو ۵۰ فیصده عایدات شخصي جېبونو ته ځي.
دا په داسې حال کې ده چې حکومت تل په هېواد کې له فساد سره پر مبارزې ټینګار کړی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA