ads

په پروان کې یو تن دیني عالم ووژل شو

نامعلومه وسلوالو په پروان ولایت کې د سید خېل ولسوالۍ د علماوو شورا مشر « سیف الرحمن صافی» د یوه برید په ترڅ کې وواژه.

شمس الرحمن شمس
2 غبرګولی 1400
په پروان کې یو تن دیني عالم ووژل شو

د سید خېل ولسوالۍ ولسوال احمد لمر عثمانیار کلید ته وویل، نن سهار اته بجې ناڅرګنده وسلوالو د جبل السراج ولسوالۍ برج مستوفي سیمه کې یو تن دیني عالم مولوي سیف الرحمن صافی د یوه برید په ترڅ کې وواژه.

د عثمانیار په خبره له مولوي صافي سره د هغه یو کوچنی زوی هم ټپي شوی چې اوس روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د یاد برید مسوولیت نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA