د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي کلید ته وویل، تېره شپه د افغانستان لوی درستیز او د ملي دفاع سرپرست وزیر یاسین ضیا د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ لغمان ولایت ته ورسید، چې ډېر ژر به د وسلوالو طالبانو د ځپلو په هدف لوی او پراخ عملیات پیل شي.
د نوموړي په خبره د ملي دفاع له سرپرست وزیر سره د ملي امنیت لومړی مرستیال او د دغې ادارې اوپراتیفي مرستیال خوشحال سادات او ګڼ شمېر نور نظامي مسوولین هم ګډون لري.
دی زیاتوي لغمان ته د افغان ځواکونو د بېلابېلو قطعاتو ګڼ شمېر سرتېري رسېدلي او د وسلوالو طالبانو د ځپلو په هدف به ځمکني او هوایي عملیات پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې د افغان پولیسو او وسلوالو طالبانو ترمنځ په لغمان ولایت کې نښتو زور اخیستی، چې په ترڅ کې درې ورځې وړاندې وسلوالو طالبانو د یاد ولایت دولت شاه ولسوالي سقوط کړه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


