له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جمهور رییس غني تېره ورځ د مسلکي تعلیماتو او لوړو زدکړو اونۍ” په لړ کې د لوړو زدکړو وزارت رهبري سره په ناسته کې د یاد وزارت د برنامو د تطبیق، فعالیتونو او لاسته راوړنو د څرنګوالي راپور د اورېدو ترڅنګه وویل، په روان کال کې د حکومت تر ټولو ستر لومړیتوب دیجیټلي کېدل دي او د لوړو زدکړو وزارت رهبري څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې پر یوې طرحې کار وکړي.
په دغه ناسته کې چې په ارګ کې وشوه، د لوړو زدکړو وزیر او د یاد وزارت معین د محصلینو د خدماتو ریاست د ایجاد، د تحصیلي نصاب د بیا کتنې، د تقنیني اسنادو د تدوین، د ۱۴۰۰ کال د برنامو، پوهنتونونو لپاره د څېړنیزو پروژو د تخصیص، د پوهنتونونو د مالي خپلواکۍ طرحې او د یاد وزارت د پروژو د تطبیق په اړه چې په ښارجوړولو او ځمکو وزارت کې ځنډېدلي، خپل معلومات له جمهوررئیس سره شریک کړل.
جمهوررئیس همدارنګه د لوړو زدکړو وزارت د پروژو د بیا پیلېدو په اړه چې په ښارجوړولو او ځمکو وزارت کې ځنډېدلي لارښوونه وکړه، یاد وزارتونه دې د ځنډېدلو پروژو د تطبیق په برخه کې ګډه جدي همکاري وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

