د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل کلید ته وویل، یاد امنیتي منسوب ساتنمن زړګی نومېده،کور ته پر لار و، چې د نامعلومه وسلوالو لخوا د یوه برید په ترڅ کې ووژل شو.
د نوموړي په خبره د برید په تړاو څېړنې پیل شوي دي.
تر اوسه د برید مسوولیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.
دا په دې وروستیو دوو میاشتو کې څومه امنیتي پېښه ده چې پکې امنیتي منسوبین د نامعلومه وسلوالو لخوا وژل کېږي، خو تر اوسه د هېڅ پېښې عامل معلوم نه شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


