ads

د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې ۹ تنه وسلوال طالبان وژل شوي

د ۲۰۳ تندر قول اردو چارواکي وایي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د میدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ کې ۱۹ تنه وسلوالو طالبانو مرګ ژوبله اړولې ده.

شمس الرحمن شمس
1 غبرګولی 1400
د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې ۹ تنه وسلوال طالبان وژل شوي
میدان وردګ

د یادې قول اردو ویاند ایمل خان مومند وایي، تېره شپه افغان ځواکونو له طالبانو سره د جګړې په ترڅ کې د نرخ ولسوالۍ اړوند په لومړي نمبر لویه لاره د ریګریشن په سیمه کې نهه تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي او لس تنه نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په خبره د یادې نښتې په پایله کې د وسلوالو طالبانو یو اندازه وسله او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA