ads

د امریکا او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په تړاو خبرې کړي دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چاراکو، د اندونیزیا او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو سره د افغانستان او د سولې پروسې په تړاو خبرې کړي دي.

شمس الرحمن شمس
1 غبرګولی 1400
د امریکا او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په تړاو خبرې کړي دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د دغه وزارت وزیر انتوني بلینکن د ټلیفوني اړیکې له لارې له خپل ترکي سیال چاوش اوغلو سره د افغانستان په ګډون پر یو شمېر بېلابېلو موضوعاتو غږېدلی دی.

په ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اندونيزيا د بهرنيو چارو له وزيرې سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې هېواد یې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکاریو ته ژمن دي.

ټاکل شوې وه، چې د روان کال په اپریل میاشت کې په ترکیه کې د افغانستان سولې په تړاو یوه غونډه ترسره کړې وای، خو د طالبانو د نه ګډون له کبله تر اوسه ځنډېدلې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA