ads

دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۲ تنه طالبان وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وایي، افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۲تنه طالبان وژلي، ۲۸ تنه ټپیان کړي او دوه تنه نور یې نیول شوي دي.

شمس الرحمن شمس
1 غبرګولی 1400
دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۲ تنه طالبان وژل شوي

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان کلید ته وویل، چې افغان ځواکونو د هېواد په اتو ولایتونو کې ۹۲تنه طالبان وژلي، ۴۸تنه نور یې ټپیان کړي او دوه تنه نور یې ژوندي نیول شوي دي.

د نوموړي په خبره دغه مرګ ژوبله په لغمان، مېدان وردګ، لوګر، سرپل، بلخ، هلمند، بغلان او تخار ولایتونو کې اوښتې ده.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA