د والي ویاند نیکمحمد نظري کلید ته وویل، چاودنه نن ماښپښین یوه او ۴۰ دقیقې د فیض اباد ښار اړونده سیمه کې د ولایتي شورا غړې منیرې عالمیار موټر ته نږدې شوې چې خپله منیره او شپږ تنه نور پکې ټپیان شوي دي.
د نوموړي په خبره پېښه یوه موټر سایکل پورې د نښلوونکي ماین چاودنې له کبله رامنځته شوه چې په تړاو یې پلټنې روانې دي.
نظري زیاتوي د پېښې ټول ټپیان روغتون ته پر وخت وړل شوي او تر درملنې لاندې دي.
تر اوسه د چاودنې مسوولیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


