امنیتي چارواکي په کابل ښار کې د یوې خونړۍ پېښې د مخنیوي خبر ورکوي

د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز کلید ته وویل، چې تېره شپه لس نیمې بجې د کابل ښار اتمې امنیتي حوزې اړوند د کوچه سنګ‌فروش سیمه کې ترهګرو یو کړۍ ماین د ملکي مرګ ژوبلې په هدف ځای پر ځای کړی و چې د پولیسو لخوا کشف او شنډ کړای شو.