له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، تر دې وروسته هلته مېشت افغانان کولی چې د ۲۰ ډالرو په بدل کې پاسپورټ تر لاسه کړي.
د خبرپاڼې په وینا، حکومت هڅه کوي چې له نورو هېوادونو سره په همغږۍ او د کورونا ناروغۍ ته په پام افغانانو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي.
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې په هندوستان کې د هر پاسپورټ بیه ۱۲۰ ډالر وه.


