ads

په هرات کې اووه ټنه بې کیفیته توکي راټول شوي

د هرات د عامې روغتیا ریاست د چاپېریالي صحت امریت په دغه ولایت کې د اووه ټنه بې کیفیته توکو د راټولېدو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
31 غویی 1400
په هرات کې اووه ټنه بې کیفیته توکي راټول شوي

د یاد ولایت د چاپېریالي صحت امر وحیدالله لودین پرون ناوخته کلید ته وویل، د دې ادارې د نظارت پر اساس، له روان مالي کال راهیسې تر اوسه اووه ټنه بې کیفیته توکي راټول شوي چې یوازې د روژې په میاشت کې ۶۰۰ کیلوګرامه له وخته تېره خرما راټوله شوې ده.
د چاپېریالي صحت امر ټینګار کوي چې په دغه ولایت کې پر خوراکي او نورو توکو د دوی څار دوام لري او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد بازارونو ته له معیارونو پرته د خوراکي توکو پر رالېږد نیوکې کېږي او هېوادوال یې له مسولینو د مخنیوي غوښتنه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA