ads

په بلخ کې د کانکور په ازموینه کې د نجونو پراخه ګډون

د بلخ ولایت پوهنتون مسولین د سږ کال په کانکور ازموینه کې د نجونو د پراخه ګډون خبر ورکوي.

محمدخان بریال
31 غویی 1400
په بلخ کې د کانکور په ازموینه کې د نجونو پراخه ګډون

د هغوی په وینا، د ۱۴۰۰ لمریز کال د کانکور په ازموینه کې تر ۵۰ فیصده ډېرو نجونو ګډون کړی او پاتې یې هلکان دي.
د دغه پوهنتون رییس ډاکتر خلیل الله کلیوال پرون کلید ته وویل، په روان کال کې ۱۴ زره او ۸۸۶ تنو د کانکور ازموینې لپاره نوم لیکنه کړې چې ۱۴ زره یې بایومټریک شوي دي.
دی زیاتوي چې د کانکوز ازموینه تېره ورځ پیل او تر درېیو ورځو به دوام وکړي.
د بلخ پوهنتون ۱۶ پوهنځي لري، سږ کال د شپږ زره محصلینو د جذب ظرفیت لري او په دوو پوهنځیو کې د ماسټرۍ په کچه هم زده کړې ترسره کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA