ads

طالبانو د میدان وردک جلرېز ولسوالۍ نیولې

د میدان وردک ولایت سیمه‌ییز چارواکي د طالبانو له خوا د جلرېز ولسوالۍ د نیولو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
31 غویی 1400
طالبانو د میدان وردک جلرېز ولسوالۍ نیولې

د دغه ولایت د ولایتي شورا غړي شریف الله هوتک د جمعې په ورځ کلید ته وویل، نن سهار نهه بجې د میدان وردک ولایت جلرېز ولسوالۍتر پنځه ورځنۍ کلابندۍ وروسته د طالبانو لاسته لوېدلې ده.
هغه زیاتوي، افغان سرتېرو ته اکمالات ونه شول، نو ځکه ولسوالي طالبانو سقوط کړه.
د هوتګ په وینا، په همدې ولسوالۍ کې ۳۷ افغان سرتېري هم طالبانو ته تسلیم شوي دي.
امنیتي چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د دې ولسوالۍ د سقوط خبر نه دی تایید کړی.
طالبانو بیا د دې ولسوالۍ د نیولو خبر تایید کړی دی.
د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې دا ولسوالي د دوی جنګیالیو نیولې او ګڼ دولتي عسکر ورته تسلیم شوي دي.
د یادولو وړ ده چې پرون د لغمان له دولت شاه ولسوالۍ هم افغان سرتېرو تکتیکي شاه تګ کړی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA