د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د هوایي بریدونو پر مهال په یادې ولسوالۍ کې د «علي پنجابي» په نوم د هند د نیمه وچې لپاره د القاعده ډلې مشر له څلورو نورو ملګرو سره ووژل شو.
خبرپاڼه زیاتوي، د یادو عملیاتو پر مهال د «ذاکر» په نوم د طالبانو یو مشر له پنځو نورو طالب جنګیالیو سره په نښه شوی او وژل شوی دی.
د سرچینې په وینا، د افغان سرتېرو په بریدونو کې د طالبانو وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې د القاعده ډلې ګڼ شمېر غړي په نښه او وژل شوي دي.


