ads

د حبیب الله غوریاني د کسانو له لوري یو پولیس وژل شوی

د هرات امنیتي مسولین د حبیب الله غوریاني د کسانو په ډزو کې د یو پولیس د وژل کېدو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
31 غویی 1400
د حبیب الله غوریاني د کسانو له لوري یو پولیس وژل شوی

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده کلید ته وویل، دا پېښه تېر ماښام اووه بجې د هرات ښار د ۱۳مې ناحیې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
ولي زاده زیاتوي چې وژل شوی پولیس لومړی د غوریاني د کسانو له لوري ټپي شوی او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.
نوموړي په دې اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي.
بلخوا، غوریاني ویلي چې د سیمې اوسېدونکو د هغه کسانو ته خبر ورکړی و چې یو تن په شخصۍ جامو کې له دوی څخه غلا کوي.
د غوریاني په وینا، دوی ته همدا ډول خبر ورکړل شوی و، خو په وینا یې، اوس پولیس ادعا کوي وژل شوي تن په پولیسو کې دنده درلوده.
د هرات سیمه‌ییزه اداره وایي، حبیب الله غوریاني د نشه‌یي توکو په قاچاق، زورواکۍ او د خلکو په ځورونه کې لاس لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA