ده زیاته کړې، که طالبان له نظامي لارې واک ته د رسېدو هڅه وکړي، د افغانستان د خلکو او افغان سرتېرو له جدي مقاومت سره به مخ شي.
ده پر طالبانو تور پورې کړی چې په بریدونو کې ملکي وګړي وژني او د مېرمنو حقونو ته لاهم ژمن نه دي.
جمهور رییس زیاته کړې، افغان سرتېري دا وړتیا لري چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د هېواد امنیت خوندي کړي، خو په ورته وخت کې یې په دې برخه کې د امریکا او نړیوالو پر مالي ملاتړ ټینګار کړی.
هغه یوځل بیا د افغان سولې په برخه کې د پاکستان رول مهم بللی او څرګنده کړې یې ده چې امریکا هم د مذاکراتو مېز ته د طالبانو په حاضرولو کې پیاوړی رول لري.
په ورته وخت کې د مصالحې شورا رییس عبدالله عبدالله هم له دې ورځپانې سره په مرکه کې له هېواد څخه په بیړه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو اندېښنه څرګنده کړې ده.
ټاکل شوې چې د سپټمبر تر ۱۱مې ټول بهرني سرتېري له افغانستان څخه ووځي او واک افغان سرتېرو ته وسپاري.
خو اندېښنې دا دي چې د بهرنیو سرتېرو تر وتلو وروسته به یو ځل بیا جګړې زور واخلي او افغانستان به د ترهګرو په ځاله بدل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


