ads

ځایي سرچینې: د لغمان دولت شاه ولسوالۍ طالبانو نیولې

د لغمان ولایت ځایي سرچینو کلید ته ویلي، دا ولسوالي له څو ورځو راهیسې کلابنده وه چې نن سهار د طالبانو لاس ته ولوېده..

محمدخان بریال
30 غویی 1400
ځایي سرچینې: د لغمان دولت شاه ولسوالۍ طالبانو نیولې

سرچینې زیاتوي، د دولت شاه ولسوالۍ سرتېرو يوه اونۍ مقاومت وکړ، خو د مرکز له خوا اکمال ورته ونه شول او نن سهار شاوخوا اووه بجې په ولسوالۍ کې پاتې ژوندي سرتيري طالبانو ته تسليم شوي او ولسوالۍ طالبانو نیولې ده.
خو بل لور ته په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مرستیال سید مقصود صاحبزاده وایې، ولسوالۍ سقوط نه دی کړی او تازه دمي ځواکونه سیمې ته رسېدلي دي.
د معلوماتو پر اساس په تېرو څلورويشت ساعتونو کې افغان سرتېرو له مقاومت پرته اووه پوستې په الينګار ولسوالۍ کې طالبانو ته پرېښي دي.
طالبانو هم د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړی.
د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوېټرپاڼه لیکلي، نن سهار مهال د یادې ولسوالۍ له امنیه قومندانۍ او ټولو سیمو پولیس تښتېدلي او ګڼې وسلې طالبانو ته په لاس ورغلې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA