د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند زمان همدرد د پنجشنبې په ورځ کلید ته وویل، نن سهار اووه بجې د لسمې امنیتي حوزې اړوند په بشران سیمه کې د ملکي وګړو پر موټر د طالبانو خښ شوي ماین چاودنه کړې.
هغه زیاتوي، په دې پېښه کې نهه ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د همدرد په وینا، په وژل شوو او ټپيانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.
که څه هم امنیتي مسولین دا د وسله والو طالبانو کار بولي، خو دې ډلې په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
ډېره کله د طالبانو له خوا په لارو کې پر خښ کړل شوو ماینونو د ملکي وګړو موټر برابرېږي چې د چاودنې له امله یې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.


