د هرات پوهنتون مسولین وایي، په دې ازموینه کې ۱۱ زره کسان ګډون کوي او سږ کال هرات پوهنتون د ۳۵۰۰ تنو د جذب ظرفیت لري.
د یاد پوهنتون د محصلینو چارو مدیر داوود منیر کلید ته وویل، په دې ازموینه کې نه یوازې د دولسم ټولګي فارغین ازموینه ورکوي، بلکې د دیني مدرسو، څوارلسم ټولګي فارغین، ماسټرۍ دورې او د شپې پوهنتون ازموینې هم شاملې دي.
د یادولو وړ ده چې سږ کال په هرات ولایت کې د کانکور ازموینې ۵۶ فیصده ګډونوالې نجونې دي.
د هرات تر څنګ به په بلخ، تخار، جوزجان، غزني، فاریاب او کندز ولایتونو کې هم یاده ازموینه واخیستل شي.


