ads

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷۶ طالبان وژل شوي

دفاع وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کوي.

محمدخان بریال
30 غویی 1400
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷۶ طالبان وژل شوي

د دغه وزارت ویاند روح الله احمدزی وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د افغان سرتېرو له لوري پر طالبانو هوایي او ځمکني بریدونه ترسره شوي دي.
د نوموړي په خبره، په دغو بریدونو کې ۱۷۶ طالبان وژل شوي او ۱۱۲ نور ټپیان شوي دي.
احمدزی زیاتوي چې طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په میدان وردک، ننګرهار، غزني، لوګر، خوست، زابل، کندهار، غور، بادغیس، فراه، هرات، بلخ، بدخشان، کندز، هلمند، بغلان او کابل ولایتونو کې اوښتې ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د یادولو وړ ده چې تېره ورځ هم د افغان سرتېرو په بریدونو کې د لسګونه طالبانو د وژل کېدو ادعا شوې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA