د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر نېک محمد نېکزاد کلید ته وویل، تېره ورځ مازدیګر مهال طالبانو د هرات ـ غور پر لاره له مسافر وړونکي موټر درې تنه ملکي وګړي کښته کړي او په ډوزو یې وژلي دي.
د ده په وینا، وژل شوي کسان د غور اوسېدونکي دي.
په یو بل خبر کې راغلي چې د غور ولایت د فېروزکوه ښار په شمالي برخه کې په ماین چاودنه کې درې ملکي وګړي وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
که څه هم د غور امنیتي چارواکي د دغو پېښو مسولین طالبان یادوي، خو دې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


