ads

د دولت شاه ولسوالۍ د سقوط اوازې رد شوې

دفاع وزارت هغه اوازې ردوي چې ګواکي د لغمان دولت شاه ولسوالي د طالبانو لاسته لوېدلې ده.

محمدخان بریال
30 غویی 1400
د دولت شاه ولسوالۍ د سقوط اوازې رد شوې

د دغه وزارت ویاند روح الله احمدزي رسنیو ته په رالېږلي ویډیویي پیغام کې ویلي چې له دې ولسوالۍ څخه افغان سرتېرو لنډمهاله تکتیکي شاتګ کړی او په وینا یې، د طالبانو له لوري نه ده سقوط شوې.
دی زیاتوي، افغان سرتېري اوس هم هملته شتون لري او په نښتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر دې وړاندې ځایي سرچینو رسنیو ته ویلي وو چې نن سهار مهال دا ولسوالي د طالبانو له لوري سقوط شوه.
طالبانو هم د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړی.
د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوېټرپاڼه لیکلي، نن سهار مهال د یادې ولسوالۍ له امنیه قومندانۍ او ټولو سیمو پولیس تښتېدلي او ګڼې وسلې طالبانو ته په لاس ورغلې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA