ads

د اسلامي هېوادونو استازو د افغانستان د جګړې درېدو غوښتنه کړې

د افغانستان د حج اوقافو وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه وایي، د اسلامي هېوادونو استازو د دغه وزارت له مسولینو سره په یوه مجازي ناسته کې د افغانستان روانه جګړه غندلې او د ژر تر ژره درېدو غوښتنه یې کړې ده.

محمدخان بریال
30 غویی 1400
د اسلامي هېوادونو استازو د افغانستان د جګړې درېدو غوښتنه کړې

په دې ناسته کې د ترکیې، اردن، فلسطین، مصر، لبنان او عراق استازو په انلاین بڼه ګډون درلوده.
د دې غونډې ګډونوالو په هېواد کې د جګړې له ښکېلو لورو غوښتنه کړې چې سولې ته لومړیتوب ورکړي او روانه جګړه ودروي.
خبرپاڼه زیاتوي، دا ناسته چې د حج اوقافو وزارت او په اردن کې د افغانستان د سفارت په مرسته جوړه شوې وه، د حج اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي د اسراییلو له خوا پر فلسطین هېواد هم روان بریدونه غندلي او په دې اړه یې له هغوی سره د افغانانو غم شریک کړی دی.
د اسلامي هېوادونو یاد استازي پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې له یوې خوا د افغانستان سوله له نامعلوم برخلیک سره مخ ده او په ورته وخت کې په هېواد کې تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA