د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د جمهور رییس له قوله راغلي چې استالف ځانګړی ارزښت لري او له پخوا زمانو څخه تفریح ځای و.
نوموړي په همدې هدف جوړو شوو مراسمو ته ویلي چې افغان حکومت د جګړې ویجاړو شوو سیمو ابادولو ته پوره اراده لري.
جمهور رییس د چارو ادارې رییس ته امر کړی چې د استالف ولسوالۍ بازار د بیا جوړېدو طرحه برابره کړي.
ده همداراز لارښوونه کړې چې د اوبو بند سروې دې وشي، د استالف ولسوالۍ صنعتي پارک دې جوړ او یوه برخه دې مېرمنو ته پکې ځانګړې شي.
د هېواد جمهور رییس ټینګار کړی چې د استالف تخت هوټل په مدیریت کې دې د دې ولسوالۍ خلکو ته لومړیتوب ورکړل شي او په دې هوټل کې دې د استالف د لاسي صنایعو دایمي نندارتون جوړ شي.


