ads

دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۱ تنه طالبان ووژل شول

دفاع وزارت د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې وسلوالو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
29 غویی 1400
دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۱ تنه طالبان ووژل شول

له دغه وزارت څه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ساعتونو کې متقابل بریدونو او نښتو کې ۲۵۱ تنه طالبان وژلي او ۱۹۳ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې وسلوالو طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په  غزني،لوګر، زابل، کندهار، ارزګان، فراه، هرات، سرپل، نیمروز، کندز، .هلمند او بغلان ولایتونو کې اوښتې ده

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA