خلیلزاد: مذاکرات یوازینۍ لار ده چې د سولې لامل کېږي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، مذاکرات یوازینۍ لار ده چې د سولې لامل کېږي او نوموړي تمه ښودلې چې طالبان به د افغانستان سولې په اړه د ترکيې په غونډه کې برخه واخلي.