خليلزاد د سې شنبې ورځ د امريکا د کانګرس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې په استماعیه غونډه کې ویلي، چې طالبان کولای شي د مذاکراتو له لارې چې د سولې لامل کيږي، له جګړې لاس واخلي، په يو سياسي حرکت بدل شي او د داسې يو ملت برخه شي چې د نړيوالې ټولنې ترمنځ درناوی لري.
نوموړي همدارنګه ویلي، که طالبان هڅه وکړي چې د جګړې له لارې واک ترلاسه کړي، نو سیمه ییز او نړیوال بندیز سره به مخ شي.
په ورته وخت کې ، هغه ټینګار وکړ چې متحده ایالات له ملګرو ملتونو سره له نږدې کار کوي ترڅو د افغانستان د سولې په پروسه کې خپل رول پیاوړی کړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ویلي، ترڅو چې بهرني ځواکونه له افغانستان په بشپړ توګه وتلي نه وي، دوی به په هېڅ غونډه کې ګډون ونه کړي، چې همدې اساس په ترکیه کې د افغان سولې په اړه کېدونکې ناسته هم له ځنډ سره مخ شوه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


