د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې اتمر له نړیوالې ټولنې، په ځانګړي توګه له انګلستان څخه غوښتي چې د هېواد د اړوندو بنسټونو د پیاوړى کولو په موخه د نړیوالې جنايي محکمې سره د افغانستان د حکومت د کړو ژمنو په پوره کولو کې د افغانستان له حکومت سره همکاري وکړي.
په ورته مهال د انګلستان سفیرې اغلې بلیک هم په افغانستان کې د جنګي جرمونو قضیو د تعقیب او نړیوالې جنايي محکمې سره د همکارۍ میکانیزم د جوړولو په برخه کې د افغانستان حکومت له هڅو څخه په ستاينې سره، د افغانستان غوښتنو سره سم له خپل هېواد سره د يادې موضوع مطرح کولو په اړه د هېواد بهرنیو چارو وزیر ته يې ډاډ ورکړ.
سربیره پردې، دواړو لوریو په افغانستان کې د تلپاتې سولې په رامنځته کولو، د همکاریو دوام او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر لا پیاوړتیا خبرې وکړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


