ads

جمهوررییس غني: د افغانستان برېښنا شرکت کې سیستمونه باید ډیجیټلي شي

جمهوررییس محمد اشرف غني وایي، د افغانستان برېښنا شرکت کې سیستمونه باید ډیجیټلي شي او اړتیا ده چې په یاد شرکت کې کادري اصلاحات رامنځته شي.

شمس الرحمن شمس
29 غویی 1400
جمهوررییس غني: د افغانستان برېښنا شرکت کې سیستمونه باید ډیجیټلي شي

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهور رییس غني پرون مازدیګر د افغانستان برېښنا شرکت له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال دا خبره کړې ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې  جمهوررئیس غني وویل، په یاد شرکت کې باید کادري اصلاحات راشي، ترڅو د پروژو سرعت او موثریت زیات او خلکو ته په موقع برېښنا ورسېږي.

جمهوررییس د افغانستان برېښنا شرکت کې د سیستمونو پر ډیجیټلي کولو ټینګار وکړ وې ویل، د برېښنا هره پروژه باید واضح پلان، حرکت او ځواب ویونکی مسوول ولري ترڅو خلکو ته د برېښنا رسېدو لپاره لازم اقدامات وشي.

دا په داسې حال کې ده چې وخت نا وخت افغانستان ته د وارداتي برېښنا پایې د نامعلومه وسلوالو لخوا په بمونو اولوزول کېږي چې له کبله یې د هېواد پر یو شمېر ولایتونو برېښنا پرې شوې او خلک له حکومته غواړي چې یادې ستونزې د حل لپاره دایمي کار وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA