ads

امنیتي چارواکي: لغمان کې اووه تنه طالبان وژل شوي

په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو چارواکي په لغمان ولایت کې د یوه سیمه ییز قوماندان په ګډون د اووه تنو وسلوالو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
29 غویی 1400
امنیتي چارواکي: لغمان کې اووه تنه طالبان وژل شوي

د یادې قول اردو ویاند سید مقصود صاحبزاده وایي چې افغان ځواکونو تېره ورځ د لغمان ولايت عليشنګ ولسوالۍ اسلام آباد سيمه کې په وسله والو طالبانو بريدونه وکړل چې په ترڅ کې يې د سيمه ايز قوماندان خالد په شمول (۷) تنه وسلوال طالبانو وژل شوي او دوه نور یې ټپیان دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA