«که طالبان جګړه وټاکي، تر وروستیو ورسره جنګېږو»

د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني د امریکا له «پي بي ایس» ټلویزیوني شبکې سره په تازه مرکه کې ټینګار کړی چې طالبان باید د ټاکنو پر اساس د افغانستان راتلونکی نظام ومني.