هغه ویلي، افغان حکومت سولې ته ژمن دی، خو په وینایې، که طالبان جګړې ته دوام ورکړي، تر وروستیو به یې پر وړاندې جګړې ته دوام ورکړي.
جمهور رییس همدا راز ویلي، طالبان باید د ټاکنو له لارې واک ته پر رسېدلو باوري شي او دا ومني چې د افغانستان راتلونکی نظام به انتخاباتي وي.
که څه هم نوموړی اوسمهال داسې څرګندونې کوي، خو تر دې وړاندې یې له نورو رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو، که ډاډمن شي چې په هېواد کې سوله راځي، نو دی به واک لنډمهالې ادارې ته وسپاري.
ده همداراز له شپېګل مجلې سره هم په مرکه د ډاډمنې سولې په صورته کې د طالبانو د اووه زره بندیانو خوشي کېدو خبر ورکړی و.


