خبرپاڼه زیاتوي، د چین د بهرنیو چارو وزیر ډاډ څرګند کړی چې هېواد یې په بشپړه توګه د افغانستان د سولې ملاتړ کوي او د یو خپلواک او یو موټي افغانستان په تمه دي.
د نوموړي په وینا، په افغانستان کې د روانې جګړې د حل لاره سیاسي جوړ جاړی دی.
«وانګ یي» وړاندیز کړی چې چین هېواد به د افغانستان د سولې په برخه کې خپلې هڅې په سیمهییزه کچه لا پراخه کړي.
په ورته وخت کې د امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د سولې په برخه کې د چین هېواد له هڅو مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې د دغه هېواد ټولې هڅې سولې ته د طالبانو د اړ کولو لپاره وکارول شي.
ده څرګنده کړې چې په دې برخه کې باید د ملګرو ملتونو له لوري پر طالبانو بندیزونه ولګول شي.
دا څرګندونې پر داسې مهال مطرح کېږي چې ټاکل شوې ډېر ژر په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو لړۍ بیا پیل شي.
دواړو لورو دغو خبرو ته چمتوالی ښودلی.


