د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز د سه شنبې په ورځ کلید ته وویل، نن سهار مهال د شپږمې ناحیې د کارته سه په سیمه کې د دولسم او دریالسم سړک تر منځ ترهګرو یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړی و.
هغه زیاتوي، دغه ماین تر چاودنې وړاندې د امنیه قومندانۍ د انجینرۍ ټیم له لوري کشف او شنډ شو.
تېره ورځ هم په کابل ښار کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې مخه نیول شوې وه.
د یادولو وړ ده چې په وروستیو کې په ماین چاودنو کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


