د دغه وزارت ویاند روح الله حمدزي د سه شنبې په ورځ کلید ته وویل، افغان سرتېرو په هلمند کې د هوایي بریدونو په پایله کې د «غازي» په نوم د طالبانو د موټربم بریدونو مسول وژلی دی.
هغه زیاتوي، د غازي تر څنګ نهه نور طالبان هم وژل شوي دي.
د احمدزي په وینا، دغه طالب جنګیالي پر ۶۰۱ نمبر لاره پر افغان سرتېرو موټربم بریدونه ترسره کول او په تېرو دوو میاشتو کې یې څلور موټربم بریدونه ترسره کړي وو.
خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.


