ads

په خوست کې شپږ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

تېره شپه د خوست مرکز اړوند متون سيمه کې په یوه وسله وال برید کې د یو ماشوم په ګډون څلور کسان وژل شوي او دوه ټپيان شوي دي.

بختاجان بختیار
28 غویی 1400
په خوست کې شپږ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

د خوست امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول نجيب احمد نجيب وايي، وژل شوي ټول ملکي وګړي دي او پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې یاد خلک په جومات کې د قران کريم له ختم وروسته خپلو کورونو ته پر لاره وو.
نجيب وايي، وژل شوي د درېيو بېلابېلو کورنيو غړي دي.
د هغه په خبره، د لومړنيو معلوماتو له مخې دا پېښه د شخصي دښمنۍ له کبله رامنځ ته شوې، خو زياتوي چې د دوی څيړنې لا هم روانې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA