د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت کلید ته وویل، دا بریدونه نن سهار مهال طالبانو پیل کړي وو، چې د افغان سرتېرو له خوا یې مخه نیول شوې ده.
نوموړی هغه اوازې ردوي چې طالبان مرکزي بغلان ولسوالۍ ته دننه شوي او په ورته وخت کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کوي.
بلخوا، دفاع وزارت هم پر دې ولسوالۍ د طالبانو د بریدونو مخنیو ادعا کوي.
د دغه وزارت خبرپاڼه وایي، په یادو بریدونو کې ۲۵ طالبان ووژل شول او ۱۰ نور ټپیان شول.
طالبانو که څه هم تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو د لوګر په ګډون یې په ځینو ولایتونو کې پر افغان سرتېرو د بریدونو خبر ورکړی.


