ads

عبدالله: د والیانو په ټاکنه کې دې د خلکو ملاتړ ته پام وشي

د افغانستان د مصالحې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د فاریاب د نوي والي د ټاکنې په غبرګون کې ویلي چې د لوړ پوړو چارواکو او والیانو په ټاکنه کې باید د خلکو نظریات او ملاتړ په پام کې ونیول شي.

محمدخان بریال
28 غویی 1400
عبدالله: د والیانو په ټاکنه کې دې د خلکو ملاتړ ته پام وشي

ده زیاته کړې، باید حکومت له داسې هڅو ډډه وکړي چې سیاسي اجماع او له نظام څخه د خلکو ملاتړ ته زیان رسوي.
نوموړي غوښتنه کړې چې دا ستونزه دې له سیاسي مشرانو او خلکو سره د خبرو له لارې حل شي.
عبدالله پر داسې مهال دا اندېښنه څرګندوي چې تېره ورځ د جمهور رییس محمد اشرف غني په امر د فاریاب نوي والي داوود شاه لغماني خپله دنده په رسمي ډول پیل کړه.
د نوي والي د دندې پیلېدو مراسم د ۲۰۹ شاهین قول اردو په لومړۍ لېوا کې ترسره شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA