نوموړی ژمنه کوي چې د والي په توګه به د فاریاب ولایت د ټولو اوسېدونکو غوښتنو ته رسېدنه کوي او هغوی ته به په بېلابېلو برخو کې عملي کار وکړي.
په ورته مهال په دغه ولایت کې لاهم د نوي والي د ټاکل کېدو پر وړاندې لاریونونه دوام لري او د هغه د ګوښه کېدو غوښتنه کوي.
دوی څرګندوي چې باید د خلکو په خوښه او ملاتړ دغه ولایت ته والي وټاکل شي.
د یادولو وړ ده چې د فاریاب نوي والي پرون د ۲۰۹ شاهین قول اردو په لومړۍ لېوا کې د والي په توګه دنده پیل کړه.


