ads

اتمر: تر دې وروسته هر جرم مستند او څېړل کېږي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وایي، افغان حکومت د هر ډول جرم پر وړاندې مبارزه کوي او تر دې وروسته په هېواد کې ټول جرمونه مستند او څېړل کېږي.

محمدخان بریال
28 غویی 1400
اتمر: تر دې وروسته هر جرم مستند او څېړل کېږي

نوموړي د سه شنبه په ورځ هالنډ ته د خپل سفر او د جرمونو نړیوالې محکمې ته په افغانستان کې د ترسره شوو جرمونو په تړاو ورکړل شوي معلومات او راپور له رسنیو سره شریک کړل.
هغه وویل، افغان حکومت له نړیوالې محکمې سره هوکړه کړې چې نه یوازې له ۲۰۰۳ میلادي کال راهیسې د ترسره شوو جرمونو پر څېړنه بسنه وشي، بلکې د اوسنیو ترسره شوو جرمونو په تړاو هم په جدي ډول څېړنو ته دوام ورکړل شي.
حنیف اتمر خبرداری وکړ چې تر دې وروسته به په هېواد کې هر ډول جرم مستند کېږي، د هغه په اړه به تحقیق کېږي او مجرمین به یې محاکمه شي.
نوموړي زیاته کړه چې د دغه کار هدف دا نه دی چې ګواکي د سولې خبرې زیانمنې شي، بلکې هدف دا دی چې له سولې خلک ناوړه ګټه وانه خلي او نور جرمونه ترسره نه شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA