د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز کلید ته وویل، نن سهار شپږ بجې او ۲۰ دقیقې د پنځمې ناحیې په کوټه سنګي سیمه کې هغه ماین شنډ شو چې د بې ګناه خلکو په نښه کولو لپاره ځای پر ځای شوی و.
هغه زیاتوي، دغه ماین د موبایل په واسطه عیار شوی و چې د پولیسو له لوري تر چاودنې وړاندې شنډ شو.
تر دې وړاندې هم په کابل ښار او ولایتونو کې د ګڼو ماین چاودنو مخه نیول شوې ده.
د یادولو وړ ده چې تېره ورځ هم د اوومې ناحیې په مربوطاتو کې په ماین چاودنه کې یو تن ټپي شوی و.


