ads

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۵ طالبان وژل شوي

دفاع وزارت وایي، د افغان سرتېرو په تازه پیل شوو عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

محمدخان بریال
27 غویی 1400
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۵ طالبان وژل شوي

له دغه وزارت څخه د دوشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان سرتېرو په پیل شوو عملیاتو کې ۶۵ طالبان وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، د یادو علیماتو پر مهال ۲۴ کړۍ ماینونه او د هغوی ګڼې وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
د وزارت په خبره، طالبانو ته دا مرګ ژوبله په کندهار، بلخ، هلمند او بغلان ولایتونو کې اوښتې ده.
طالبانو یې په تړاو څه نه دي ویلي، خو د لغمان په ګډون یې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم افغان سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA