ads

قریشي او بلېنکن پر افغان سوله غږېدلي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغه وزارت وزیر شاه محمود قریشي تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلېنکن سره پر افغان سوله ټلیفوني خبرې کړې دي.

محمدخان بریال
27 غویی 1400
قریشي او بلېنکن پر افغان سوله غږېدلي

خبرپاڼه زیاتوي، په دغو ټلیفوني خبرو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمېدو، د تلپاتې اوربند پر اعلان او سیاسي حل لارې ته د رسېدو لپاره له اوسني فرصت پر ګټې اخیستنې ټینګار کړی.
قریشي زیاته کړې چې په افغانستان کې تلپاتې سولې ته رسېدل د ټولو مسولیت دی.
هغه په ورته وخت کې په مسولانه ډول له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هم ټینګار کړی.
امریکا او پاکستان پر داسې مهال د افغانستان د سولې پر مسله خبرې کوي چې په هېواد کې تر درې ورځني اوربند وروسته یو ځل بیا تاوتریخوالي زور اخیستی چې پر مهال دواړو لورو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبرونه ورکړل شوي. د دې تر څنګ ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې په تړاو په ترکیه کې هم ناسته وشي.
که څه هم طالبانو په دې غونډه کې خپل ګډون رد کړی و، خو ځینو بهرنیو رسنیو ویلي چې طالبان په دې ناسته کې ګډون ته په دې شرط چمتو شوي چې وروستۍ خبرې به په دوحه کې کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA