د سیمهییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویاندې نرګس مومند حسنزۍ د یکشنبې په ورځ کلید ته وویل، داوود لغماني د جمهور رییس غني په حکم نن د فاریاب ولایت د نوي والي په توګه دنده پیل کړه.
دا مراسم د ۲۰۹ شاهین قول اردو په لومړۍ لېوا کې ترسره شوي دي.
په ورته وخت کې د فاریاب سیمهییزو اوسېدونکو رسنیو ته ویلي چې د نوي والي پر وړاندې د لاریونونو لړۍ لا هم دوام لري.
ټاکل شوې وه چې نوی والي د روانې میاشتې پر ۲۵مه کار پیل کړي، خو د لاریونو له امله دا لړۍ ځنډېدلې وه.


