ads

د بغلان کهنه ګڼې سیمې له طالبانو پاکې شوې

دفاع وزارت د عملیاتو په پایله کې په بغلان کهنه کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کوي.

محمدخان بریال
27 غویی 1400
د بغلان کهنه ګڼې سیمې له طالبانو پاکې شوې

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، افغان سرتېري پر دې توانېدلي چې دا سیمه د وسله والو طالبانو له شتون پاکه کړي او هغوی ته درنه مرګ ژوبله واړوي.
د دغو عملیاتو په پایله کې ۱۲ طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.
د سرچینې په وینا، په پیل شوو عملیاتو کې د طالبانو یو پټنځی، یو موټر او یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي.
د یادولو وړ ده چې وړمه شپه ناوخته د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د اختر په مناسبت اعلان شوی اوربند پایته ورسېد.
د بغلان تر څنګ په هلمند او ګڼو نورو سیمو کې هم د طالبانو پر وړاندې د افغان سرتېرو پراخه عملیات پیل شوي دي.
تر اوسه طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA